دوشنبه , ۳۱ ثور ۱۴۰۳
خرید فالوور اینستاگرام خرید لایک اینستاگرام

د لوګر ۳۰ ښوونکو ته د ماشومانو د حقونو په تړاو روزنه ورکول کېږي

کودک‌خبر، کابل: د لوګر په مرکز پورې د یو شمېر ښوونځیو ۳۰ نارینه ښوونکو ته د ماشومانو د حقونو د پېژندنې په تړاو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د بیسټ په نامه د پوهنې د یوې همکارې موسسې له خوا د درېیو ورځو لپاره په لاره اچول شوی دی.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د اسلام دین کې ماشومانو ته د ورکړل شویو حقونو، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او ماشومانو ته د زده کړو او سالمې روزنې د زمینې برابرولو په برخو کې روزنه ورکول کېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي خان زمان د یاد روزنیز پروګرام د پیل په مراسمو کې د ماشومانو پر حقونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مقدس دین ماشومانو ته ډېر حقوق ورکړي او باید پر ځای شي.
هغه له یادو ښوونکو غوښتنه وکړه، چې له دې روزنې وروسته د ماشومانو د حقونو په اړه د زده کوونکو د والدینو شورا غړو ته د اسلام دین د احکامو په رڼا کې معلومات ورکړي.
د یادونې وړده چې د روان کال له پیله تر اوسه د لوګر د ښوونځیو ۲۸۲ تنه نور ښوونکي هم په یاده برخه کې روزنه تر لاسه کړې ده.

مطلب پیشنهادی

یک کودک ۱۰ ساله در نیمروز پس از تجاوز توسط «سیم» خفه شد

منابع محلی در ولایت نیمروز، گفته که یک دختر ۱۰ ساله در این ولایت پس …