دوشنبه , ۳۱ ثور ۱۴۰۳
خرید فالوور اینستاگرام خرید لایک اینستاگرام

ماشوم څنګه مطالعې ته وهڅوو؟

جمعه‌گل اشرفی

 

څېړنو ثابته کړې ده، هغه ماشومان چې له ماشومتوبه مطالعه کوي، په راتلونکي ژوند کې ډېر بریالي وي، ځکه چې دوی تر نورو هغو ماشومانو، چې مطالعه نه کوي او له کتاب سره نه دي اشناشوي د ژور فکر خاوندان وي او کولای شي، چې له ستونزو سره منطقي او بې ضرره مقابله وکړي.

دا ماشومان تر نورو هغو چي مطالعه یې نه ده کړې پراخه فکر او ‌ډېر مالومات لري. کله چې دا ماشومان لویان شي خپله ټولنه او وګړي ښه پيژني او پر ځان یې اعتماد لوړ وي. له مطالعې او کتاب سره د ماشوم اشنايي او علاقه پیداکول دوې برخې لري، تیوري او عملي. ماشوم مطالعې ته هڅول تر ډېره عملي بڼه لري او دا، چې ماشوم څنګه له کتاب او مطالې سره اشنا کړو، تر ډېره بریده د کورنۍ په مشرانو پورې تړلې ده. دې ټکي ته باید پام وکړو، چې ماشوم تقلید کوونکی دی. ماشوم که د کور مشر درې وارې په یو عمل، تکرار وویني، څلورم وار یې دی سم ورسره تکراروي. نو که وغواړو چې ماشوم له کتاب سره اشنا کړو باید، چې خپله کتاب راواخلو. دا هڅه باید وکړو چې د خپل کتاب په اړه داسې نظر وړاندې کړو، چې د ماشوم لپاره د کتاب لرل په زړه پورې شي. دا به غوره وي چې ماشومانو ته د دوی له عمر سره سم کتابونه برابر کړو. هغه ماشومان، چې په خپله لیک او لوست نه شي کولای د هغوی لپاره انځوریز رنګه کتابونه چمتو کړو. خپل څنګ ته یې کېنوو،هم یې ونازوو، هم ورته کیسه ولولو.

ماشوم ته د دې اختیار باید ورکړو، چې په خپله خوښه ځان ته کتاب غوره کړي. که کتابونو ته لاس رسی ګران وي، نن سبا د انټرنېټ په مرسته هر ډول کتابونه او رسالې د ماشومانو لپاره موندلی شو. همدا چې ماشومانو ته د دوی د خوښې اختیار ورکوو همدا یې یو ګام د مطالعې په لور نږدې کوي. حتمي نه ده، چې ماشوم دې هر کتاب ولولي. ممکن د ده د خوښې خبرې په مجله کې وي یا هم په کومیډي، رساله او یا ورځپاڼه کې. نو ښه خبره داده، چې ماشومانوته باید اختیار ورکړو چې په خپله خوښه ځان ته کتاب، مجله، رساله یا کوم بل شی د لوستلو لپاره غوره کړي. تاسو کولای شئ، چې په ډېرې اسانۍ د خپلو ماشومانو ذوق مالوم کړئ، د بېلګې په توګه، کله چې ستاسو ماشوم تلویزیون ګوري، کله چې راډيو اوري، یا هم له خپلو همزولو سره، چې لوبې کوي، ورته متوج شئ د هغه خوښه به ډېر ژر وپېژنئ او د خپل ماشوم د خوښې سره سم ورته د مطالعې اسباب چمتو کړئ. ماشوم که لیکل کوي یا لوستل موږ یې باید وهڅوو او پرې له نیوکې ډډه وکړو. که لږ له حوصلې او مهربانۍ کار واخلو نو یقین لرم، چې ماشومان به مو له کتاب سره ښه ملګرتیا وپالي. ددې لپاره، چې ماشومان له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړئ، په لومړیو کې تاسو ورته کیسې ولولئ یا یې ووایئ. کېدای شي یوه کیسه ورته څو ځله ولولئ څو، چې په ټولو اړخونو یې فکر وکړي او کیسه ورته واضحه شي. د کیسې په هکله له ماشومانو هم پوښتنې وکړئ. که چېرې تاسو خپلو ماشومانو ته کتاب یا کیسه لولئ، نو په همداسې یو ځای کې کتاب لوستل بس کړئ، چې د ماشوم په ذهن کې د بلې برخې لپاره تلوسه راویښه شي. که دوی د لوست لېواله هم نه وي، مګر چې موضوع ورته په زړه پورې شوې وي په خپله ځي او کتاب را اخلي او لولي یې. ماشومان د کتاب لوستلو سره عادت کړئ. تاسو کولای شئ چې هره شپه د خوب پر مهال خپلو ماشومانو ته کیسې ووائئ یا یې ورته ولولئ یا هم وخت ورکړئ، چې په یوار سره یې هر یو ولولي او نور ورته غوږ وي.

په کیسو د ماشومانو نظرونه واخلئ او بحث ورسره وکړئ. د کتابونو او مطالعې په هکله له ماشومانو سره په ډېر خوند بحث او خبرې وکړئ، لکه د ډېرې مهمې موضوع په هکله چې بحث کوئ. د لوستلو، مطالعې او لیکلو فعالیتونه کورنیز کړئ، په مطالعه او د رسنیو په تعقیب کې له ماشومانو سره ځانونه شریک کړئ، فعال رول ولوبوئ او هغوی ته په هر څه کې لارښوونه وکړئ. یو ځای مطالعه وکړئ، له ماشومانو غوښتنه وکړئ، چې یو کتاب په لوړ ږغ درته ولولي، یا د خپلې خوښې مجلې کومه برخه درته ووايي. دا یو عادت جوړ کړئ، چې یو ځای کښېنئ او هر سړی خپل خپل کتابونه مطالعه کړئ او له یو بل سره ارام وخت یو ځای تېر کړئ. د ښه چاپېریال برابرول په مطالعې اغېز لري.

ښه چاپېریال برابرول د ماشومانو په مطالعه مثبت اغېز لري او ماشوم مطالعې ته هڅوي نو تاسو هم د مطالعې لپاره ځانګړی ځای جوړ کړئ او د مطالعې ځای په زړه پورې کړئ. د مطالعې په ځای کې د رڼا لپاره له ښو ګرپونو کار واخلئ، د مطالعې د ځای مواد وخت پر وخت بدل کړئ، موسمي کتابونه ورته راوړئ، بېلا بېلې مجلې په کې کښېږدئ، او همدارنګه هغه کتابونو ته هم ځای په کې ورکړئ، چې ستاسو ماشومان یې په ښوونځي کې لولي. همدلته یوه ګوښه د ماشومانو د هنري کار لپاره ځانګړې کړئ، چئ دوی په کې رسامي، لیکنه، خوشنویسي او د رنګونو استعمال وکړي. په کور کې د ماشومانو تر ټولو زیاته د خوښې ځای په کتابتون ورته بدل کړئ، د هغوی د کتابونو خانې په زړه پورې او منظمې وساتئ. څومره چې ماشومان لوییږي، هغومره د کتابونو او مجلو په ټاکلو کې غور کوي، د دوی د خوښې کتابونه د مطالعې په ځانګړي ځای کې په المارۍ یا تاخچو کې ځای پر ځای کړئ. د مطالعې کتابونه د لوبو له نورو توکو سره ښکاره کښېږدئ.

د خوړو په خونه، د ناستې او لوبو په ځای کې د کتابونو اېښودل به له ماشومانو سره مرسته وکړي، چې د اړتیا او شوق پر وخت په اسانۍ کتاب ترلاسه او ولولي. د ماشومانو د خوب په کوټه کې، بسترې ته نژدې او په کور کې د دوی د خوښې په ځای کې د کتابونو او د مطالعې د نورو توکو اېښودل به هر وخت د دوی پام مطالعې ته ور اړوي. که غواړئ، چې ماشومان مو مطالعې سره مېنه پیدا کړي خپلو ماشومانو ته کتابونه او مجلې ډالۍ کړئ او خپلو ماشومانو ته د ټلویزون، کمپیوټر او ګېم لپاره وخت محدود کړئ تر څو لوستو ته وخت پیدا کړي.

مطلب پیشنهادی

دختری‌که از تداوم تحصیل منع شد، از چهار دانشگاه معتبر بورسیه دریافت کرد

کودک‌خبر، کابل: یکی از دانشجویان سابق دانشگاه کابل که با وضع محدودیت از سوی طالبان …